ټولنه

په سرپل کې ۵۰۰ اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

۴۰- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په سرپل کې نن ۵۰۰ اړو او بېوزلو کورنيو مرسته ترلاسه کړه.
د سرپل د مهاجرينو د راستنولو چارو آمر عبدالاحد اقبال باختر آژانس ته وويل چې د نړيوال مهاجرت سازمان پر دغو کورنيو چې د جګړو او نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بېځايه او په سرپل ښار کې ځاى پرځاى شوې دي؛ د نغدو پيسو او د لګښتي توکو مرسته وکړه.
هغه وويل چې دغې ادارې له هرې کورنۍ سره د ۱۵ زره ۳۰۰ افغانۍ او د ۱۲ قلمه لګښتي توکو مرسته وکړه.
ويل کېږي په دغو کورنيو کې يوشمېر ښځې او ماشومان د سالنډۍ او سينه بغل په ناروغيو اخته شوي دي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا