ټولنه

په سمنګانو کې۸۰ ښځې د اچار جوړولو لارې چارې زده کړې

۳۳- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو رياست په دغه ولايت کې ۸۰ ښځو ته د اچار جوړولو لارې چارې وښودلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سمنګانو د کرنې او اوبولګولو رياست د ملګرو ملتوسازمان له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر په همکارۍ دغه ښځې د سمنګانو په حضرت سلطان ولسوالۍ او ايبکو ښار کې چې په ګلخانو کې د سبو د کرکېلې په برخه کې فعاليت کوي، د اچار جوړولو لارې چارې هم ښودلې دي.
د دغو ښځو د روزنې موخه بازارونو ته د دوى د محصولاتو د لارې موندل، د عوايدو زياتوالى او د ښځو د کار او فعاليت پراختيا بلل شوې ده.
ختم-ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا