ښوونه او روزنه

په سمنګانو کې دکانکور ازموينه واخستل شوه .

کابل باختر دمرغومي  دري  ويشتمه

  په سمنګانو  کې ددولسمو ټولګيو فارغانو نن ددولتي لوړو زده کړو په موسسو کې دلاري موندنې  په خاطر ازموينه ورکړه .

 دمسوولينو د څرګندونوله مخې، په دې ازموينه کې  ددرې سوه څلور شپيتو  تنو نجونو په ګډون ددولسمو ټولګيو يو زرو دوه سوه دري ديرشو تنو فارغانو ګدون کړي  وو .

  په سمنګانو کې  دکانکور ازموينې داخستلو يو تن  چارواکي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل چې په سمنګانو کې دکانکور دازموينې اخستل ځوانانو او په تيره بيا په دغه ازموينه کې دنجونولپاره زمينه برابره کړې ده پخو ا دسمنګانو ولايت دښوونځيو دفارغانو ازموينه په مزارشريف کې اخستل کيده خو دوه کاله کيږي چې دغه  ازموينه اوس په دغه ولايت کې اخستل کيږي

 افسانه هغه  نجلې ده چې په زياتي هيلې سره يې په سمنګانو کې ازموينه ورکړه چې په راتونکي کې ديپلوماته شي .

 دې له  دې امله چې ددوى په ولايت کې دازموينې دورکولو زمينه  برابره شوې ده خوشحاله ده خو له دولت څخه يې  وغوښتل ددې لپاره چې نجونې وکولاي  شي لوړي زده کړې وکړي په دغه ولايت کې يو پوهنتون جوړ کړي . اوس دسمنګانو ولايت پوهنتون نه  لري  په دغه ولايت کې يواځي دښوونکو دروزنې يومرکز شته .

 دافسانې د څرګندونو له مخې  دپوهنتون نشتوالي ددې سبب شوى دى چې زياتره نجونې  دکورنيو ستونزو اوپه ټولنې دواکمن سنتي  حالت له امله ونه شي  کړاي دزده کړې په خاطر نورو ولايتونو ته لاړې شي او يواځي ددولسم ټولګي په زده کړه بسنه وکړي .

 دهيواد په کچه دکانکور ازموينې دپاى په درشل کې  دلوړو زده کړو وزارت مقامات وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې دظرفيت په جوړولو  سره دلوړو زده کړو په دولتي مرکزونو  کې دجذب کچه زياته کړي .

 دلوړو زده کړو وزارت دويندوى پوهنمل نور بخش د څرګندونو له مخې، سږ کال ددولسمو ټولګيو يو سلو پنځوس زره تنه فارغان دکانکور ازموينه  تيروي چې يواځي نوي زره به يې  د لوړو زده کړو  اونيمه لوړو زده کړو په  يو اويا دولتي تحصيلي  مرکزونو کې جذب شي .

  پوهنمل نور بخش  وايي دوى هلې ځلې کوي چې له دې زيات دظرفيت  په جوړولو سره دلوړو زده کړو په دولتي مرکزونوکې دجذب کچه لوړه کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا