ټولنه

په سمنګانو کې د حرفې فارغانو د کار وسایل ترلاسه کړل

۳۰- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
په سمنګانو کې له جګړې څخه پر ۷۰ بېځایه شویو کسانو نن د حرفې وسایل ووېشل شول.
د سمنګانو د مهاجرینو د راستنولو چارو آمر سید کمال حسیني باختر آژانس ته وویل چې په دغو کسانو کې ۳۵ ښځې او ۳۵ نارینه شامل دي او د حرفې له هغو څلور میاشتني کورسونو څخه فارغ شول چې د آلمان د (جي. ټي.زیډ) دفتر په مالي مرسته پیل شوی و.
حسیني زیاته کړه چې یادو کسانو د خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، فلزکارۍ، موټرجوړولو او د ترکاڼۍ حرفې زده کړې او اوس کار ته چمتو شوي دي.
پر یادو فارغانو د ۱۵ زره افغانیو په ارزښت د حرفې او کار وسایل ووېشل شول.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا