ټولنه

په سمنګانو کې په سلګونو اړو کورنیو نغدي مرستې تر لاسه کړې

۴۶- ایبک / د سلواغۍ / ۶/ باختر
په سمنګانو کې په شمېر بی ځایه شویو او بی وزلو کورنیو د پیسو او شړیو د ویشلو بهیر نن پیل شو.
د سمنګانو له طبیعی پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس صبغت الله سیاس د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د ملګرو ملتو دفتر ٧٤٨ بی ځایه شویو او اړو کورنیو ته د ژمي په فصل کې پیسې او د شړیو مرسته وکړه .
سیاس زیاته کړه چې دغه دفتر هرې کورنې ته ١٥٠٠٠ افغانۍ او ٣ ژمنۍ شړۍ ویشي.
۶۴ ګل میر بای د ایبکو د ښار د میر ګلالي کلي اوسیدونکی چې دغه مرستې تر لاسه کړې دي د خوښیۍ په څرګندونو سره وایی چې د کورنۍ غړي یی ٩ تنه دي او د ژمي په دغه فصل کې مزدورکاري کوي خو نشي کولای په دغو پیسو ژوند وکړي او اوس په دغو پیسو ژمي ته د سوند او خوراکي توکي برابروي .
دا په داسی حال کې ده چې نا امنیو په سلګونو کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي دي او دوی ته ژوند سنونزمند کړی دی .
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا