
کابل / د مرغومي ۴ / باختر
په شبرغان کې نن په ٧ کیلومتره سړک د کریړاچولوکارپیل شو.
د باخترآژانس د سیمه يیزخبریال د خبرله مخې، دغه سړک د بابه علي، چرمګرخانې په کلیواو د شبرغان ښارپه ال پروژه کې د شبرغان ښاروالۍ له بودجې څخه د شپږو میلیونوافغانیوپه لګښت کریړاچول کېږي چې په تطبیقولوسره به د ښارترمرکز پورې د سیمې د خلکو د تګ را تګ ستونزه لرې شي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي د دغه سړک د کار د پرانستلوپه وخت کې د شبرغان اوسېدونکو ته ژمنه وکړه چې په ۱۴۰۰ کال کې د شبرغان ښار په ٤٠ کیلومتره سړک به هم کریړ واچول شي.
پای-ع