اقتصادټولنه

په غزني کې بڼوالو تراکتورونه ترلاسه کړل

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د غزني د کرنې او ابولګولو رياست پر ٢١ بڼوالو تراکتورونه ووېشل.
د غزني د کرنې او اوبولګولو رييس د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې دغه ریاست د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالو د ملي پروګرام له لارې د څه دپاسه ٦ میليونه افغانيو په لګښت پر ٢١ بڼوالو کوچني تراکتورونه او د بڼوالۍ وسايل ووېشل.
د غزني د والي ټولنيزې مرستيالې هوسۍ اندړ وويل چې د دغو تراکتورونو په وېش سره به د کروندګرو توليدات زيات شي او د ځمکې د اوارولو، تخم شيندلو اوبو پاشولو، د کرنيزو محصولاتو د راټولولو به برخو کې د کروندګرو په کار کې زیاتې اسانتياوې رامنځته شي.
ختم-شکريه-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا