اقتصاد

په غزني کې ديو سړک پرانستل ،

کابل باختر دمرغومي  دري  ويشتمه

  په غزني ولايت کې ديو سړک دقير کولو کار بشپړ او ګټي اخستنې ته وسپارل شو .

 دغه سړک پنځلس کيلو متره اوږدوالي  او اووه متر سور لري چې دکابل کندهار په لويه لاره کې دواغظ تر ولسوالۍ پوري قير شوى دى .  دغزني والي موسي خان اکبر زاده ، دباختر خبري اژانس ته وويل  دغه سړک د امريکايي ځواکونو د بيا رغونې دولايتي  ټيم  په مرسته  دڅلور مليونو شپږ سوه زرو ډالرو په لګښت  قير شوى دى .

 ويل کيږي ددغه سړک په قير کيدو سره په زرګونو  خلکو ته دتګ راتګ  اسانتياوي  برابري شوي دي .

   دغزني والي  ددغه سړک دپرانستلو په مراسموکې  وويل چې ددغه سړک قير کول به داقتصادي ودې  برسيره دترافيکي پيښو کچه هم ټيټه کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا