امنیت

په غزني کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

۳۳- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د غزني پوليسو په دغه ولايت کې د دوو ماينونو په کشف سره د چاودنو مخه ونيوله.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې له مربوطاتو او د خواجه عمري ولسوالۍ په تګلوري کشک کلي څخه دوه ماينونه کشف کړل او په سيمه کې يې وچول.
د يو بل خبر له مخې:
د غزني پوليسو د موټر له ښيښو څخه د تورو فلمونو د پاکولو په دوام، نن د يو زيات شمېر موټرو له ښيښو څخه تور فلمونه لرې کړل او دغه بهير دوام لري.
پاى\ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا