امنیتفرهنګ

په غزني کې وروستیو هدفي وژنو د دغه ولایت خبریالان اندېښمن کړي دي

کابل / د مرغومي ۲۴ مه / باختر
په غزني کې د خبریالانو هدفي وژنو د یاد ولایت خبریالان له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ کړي او د دندې پرېښودلو ته یې اړ کړي دي .
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د رپوټ له مخې؛ په دغو وروستیو کې د غزني په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې، د خبریالانو هدفي وژنې، زیاتې شوې دي او د دوی په خبره؛ نامعلومو ډلو د ویرې خپرولو په موخه دغه کار ته مخه کړې ده.
په غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وایي چې په دغو وروستیو کې هدفي وژنو د خبریالانو کارونه او رسنیز بهیر اغېزمن کړی دی او له خپل کار څخه زړه توري شوي دي او نشي کولای په ډاډه زړه خپل کار ته دوام ورکړي.
دی زیاتوي چې ډېرو خبريالانو سانسور ته مخه کړې ده او له ښکیلو لورو څخه غواړي چې خبریالان دې په نښه نه کړي او د خبرونو سرټکي دې و نه ګرځوي.
له بلې خوا په غزني کې د (۱- ټلویزیون) خبریال نوید فیصل وايي: په غزني کې هدفي وژنو د اطلاع رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی او خبریالان یې دې ته اړ کړي دي چې په دغه ولایت کې خپلې دندې پرېږدي.
هغه زیاته کړه: د بیان آزادي له سترو لاسته راوړنو څخه ده، خو دغو وژنو ستر زیان ور اړولی دی.
دغه راز د امريکا غږ خبرياله ماه جبين نېکزاد وايي چې د وروستيو ګواښونو له امله په غزني کې ډېرو ښځينه خبريالانو خپلې دندې پرېښې دي او د اندېښنې په ښودلو سره یې زیاته کړه: که چېرې وضعيت همداسې دوام وکړي، نو په غزني کې به هېڅ ښځينه خبرياله ونه لرو.
په همدې حال کې په سویل ختیځ زون کې د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې مشر جمیل وقار وايي چې په دغو وروستيو کې د غزني د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او خبریالان له ډول ډول ګواښونو سره مخ دي.
دی له دولت څخه غوښتنه کوي چې د خبریالانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي او پر ښکیلو لوریو یې غږ وکړ چې خبریالان هدف ونه ګرځوي، ځکه هغوی بېطرفه دي او دنده یې اطلاع رسول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي چې رسنیز بهیر یې ټکنی کړی دی.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا