فرهنګ

په غور کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

۲۵- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د غور د ښځو د لاسي صنایعو لومړنی نندارتون نن په فېروزکوه ښار کې جوړ شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې؛ په دغه نندارتون کې لسګونو کلیوالي ښځو د خامک ګڼدلو، چرمه ګڼدلو، یخن ګڼدلو او د دستکشو اوبدلو په ګډون خپل لاسي صنايع د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.
د غور د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رییس غلام غوث سلطاني وايي چې دغه نندارتون د (سي.اچ.ای) په نامه د یوې مرستندویې موسسې په مالي همکارۍ جوړ شو او موخه یې د بېوزلۍ کمښت، ښځو ته د کاري زمینې برابرول او په کلیو او بانډو کې د بېوزلو کسانو د اقتصادي حالت ښه والی دی.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا