امنیت

په فارياب کې پر لمونځ کوونکو د تروريستي بريد مخه ونيول شوه

کابل /د مرغومې ٦مه /باختر
پوليسو تېره شپه په فارياب کې د يوجومات پر لمونځ کوونکو د تروريستي بريد مخه ونيوله.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د باختراژانس خبريال ته وويل: تروريستانو د فارياب د مرکز ميمنې ښار د اتمې حوزې د نواباد بيدګي په کلي کې په يوجومات کې د دوو ماينونو په ښخولو سره غوښتل پرلمونځ کوونکو بريد وکړي چې ماينونه له چاودنې مخکې کشف اوشنډ کړاى شول .
دغه راز پوليسو د لغمان د قرغيو ولسوالي د قلعه تک په سيمه د درندو وسلو د دوو ګوليو د چاودنې او د قندهار ښار د اوومې حوزې په ميربازارسيمه کې د يو ماين د چاودنې مخه ونيوله .
د پوليسو ځواکونو په تېره يوه مياشت کې د ماينونو د چاودنو له امله د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنيوي په مقصد د ١٦٦ماينونو او ١٢٠٠کيلوګرامه چاوديدونکو توکو د چاودنې چې د تروريستانو له خوا د هېواد په بېلابېلو سيموکې ځاى پرځاى شوي و مخنيوى کړى دى .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا