ټولنه

په فارياب کې په اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

٤١- کابل / دليندى ١٢مه /باختر
په فارياب کې زرو بيځايه شويوکورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د تيکا موسسې په همکارۍ په هغو کورنيو چې د قيصار او د خواجه سبز پوش له ولسواليو څخه د وروستيو جګړو له امله بيځايه او په ميمنې ښار کې ځاى پرځاى شوي دي خوراکي توکي وويشل شول.
د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې اوس پنځلس زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو سيمو څخه بيځايه شوي دي او په امنو سيموکې ځاى پرځاى شوي دي .
هغه زياته کړه چې دولت او مرستندوي موسسې تراوسه پورې له څلور زره کورنيو سره مرسته کړې ده او نورې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخې دي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا