امنیت

په فاریاب کې د ماین د چاودنې له امله دوه پوځیان شهیدان شول

میمنه / د مرغومي ۲مه/ باختر
د فاریاب والي وایی چې تېره شپه د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په چاودیدونکو توکو بار د یو موټر د چاودنې له امله دوه پوځیان شهیدان او د لسګونو نورو ملکیانو مړي د خاورلاندې پاتې دي .
د باختر اژانس د خبر له مخې د فاریاب والي نقیب الله فایق په خپل تیوتر کې لیکلي چې وسله والو طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ په بازار کې په چاودیدونکو توکو بار یو موټر د استوګنې د کورونو په منځ کې وچاوه .
فایق زیاته کړه چې په دغې چاودنه کې دوه پوځیان شهیدان شول او څلور نور پوځیان ټپیان شول او د استوګنې په لسګونو کورونه ویجاړ شول .
د فاریاب والي زیاتوي چې د ملکیانو مړي د خاورو لاندې پاتې دي .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا