روغتیا

په فراه کې د ساري ناروغیو د ۱۲ بستریز روغتون د ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

۲۳- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په فراه ښار کې د ساري ناروغیو د ۱۲ بستریز روغتون د ودانۍ د جوړولو کار پرون ناوخته پیل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د فراه والي تاج محمد جاهد، د ولایتي شورا او د عامې روغتیا رییسانو او د یاد ولایت یوشمېر ډاکټرانو ګډون وکړ.
د فراه والي تاج محمد جاهد له دولتي او غیر دولتي بنسټونو څخه د روغتون د ودانۍ د کار د پیل له امله چې د ټولنې یوه اساسي اړتیا ده، هرکلی وکړ او د دغې ودانۍ جوړول د اوسېدونکو د اړتیاوو د لرې کولو لپاره ګټور وبلل.
د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون ودانۍ د جوړولو کار د نړۍ د روغتیايي سازمان له بودجې څخه د اوونیم میلیونو افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا