
٣٤- کابل / د لیندۍ / ۱۸ / باختر
په فراه کې د ممیزو د شلو خونو او د کچالو د پنځلسو زیرمو د جوړلو کار بشپړ او دغه ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي .
د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروګرام له خوا د ممیزو د ۵۳خونواو د پیازو د ۲۲۶ زیرمو د جوړولو کار د ۱۲۲ميلینونو او د۶۸۲زره ۱۴۹ افغانیو په لګښت سږ کال په دوبی کې پیل کړ.
د پاتې پروژو کار په سلو کې پنځه نوي پر مخ تللی او ډیر ژر په پای ته ورسېږي . پای/ سعیده