خبرونهټولنه

په فراه کې د يو پل د جوړېدوکار پيل شو

 کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر

د فراه د مرکزصوفي په ښارګوټې کې د يوه پله د جوړېدوکار نن پيل شو.

د دغه پله د جوړېدو د کار په پيل کې د فراه والي تاج محمد جاهد او د دغه ولايت د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رييس او ملکي بنسټونو څوتنه رييسانوګډون کړي و.

د فراه والي د دغه ولايت د کليود بيا رغاونې او پرمختيا له رياست څخه په قدردانى سره وويل ټول خلک حق لري  چې په ښارونواوکليو کې له برابرو خدمتونو او انډوليزې پرمختيا څخه برخمن شي اوپه دې برخه کې يې اړوندو بنسټونوته لازمې لارښوونې وکړې.

د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛   دغه پل  د صوفي ښارګوټي د پرمختيايي شورا له خوا د ٤ ميليونوافغانيو په لګښت په راتلونکو شپږومياشتو کې  جوړېږي.

له دغه پله څخه به  د اتو کليو خلک  ګټه واخلي .

ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا