خبرونهټولنهTOP

په فراه کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت موندلې دى

کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د فراه سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د کمښت خبرورکړ او ويې ويل چې په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي په وروستيو مياشتوکې کمښت موندلىدى .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې غوڼډه کې چې په همدې مقصد په فراه ښار کې جوړه شوې وه ، د فراه ولايت د ښځو د چارو رييسې کبرا اعظمي وويل چې په فراه کې بېلابېلو قشرونوته د پوهاوې ورکولو رول ډېر اغيزمن و او دغه پوهاوى د دې سبب شوى دى چې په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي زيات کمښت ومومي.
د فراه والي تاج محمد جاهد وويل چې په دغه ولايت کې ښځې په بېلابېلوبرخوکې ارزښتناک رول لري او سيمه ييزه اداره به له ښځو سره د همکارى په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
ختم _ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا