خبرونهټولنه

په فراه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمښت موندلی دی

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د فراه د ښځو چارو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت خبره کوي.
د فراه د ښځو چارو رییسې کبرا اعظمي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت علت، د فراه د مشرتابه او د دغه ولایت د حج او اوقافو او ښځو چارو ریاستونو په همکارۍ د رونیزو ورکشاپونو، سمینارنو او د پوهاوي ورکولو پروګرامونو جوړول وبلل.
د فراه د ښځو چارو رییسې زیاته کړه چې په فراه کې په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په کمېدو دی او دغه ناوړه پدیده په مرکز کې ۳۰ سلنه او په کلیو او ولسوالیو کې ۱۰ سلنه کمښت موندلې ده.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا