خبرونهروغتیا

په فراه کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تدبیرونه ونیول شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
سیمه ییزو مسوولینو نن په دغه ولایت کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر ناسته وکړه.
د فراه والي تاج محمد جاهد ټولو دولتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړوندو کارکوونکو ته د روغتیايي سپارښتنو د رعایتولو او د پوهاوي ورکولو په برخو کې هلې ځلې وکړي.
د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر شایق د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لارو چارو په اړوند له دیني عالمانو، خطیبانو، قومي متنفذینو، مدني فعلانو، ځوانانو او رسنیو څخه وغوښتل چې د کروناویروس د خپرېدو د مخینوي په خاطر له خلکو سره د پوهاوي ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا