خبرونهامنیت

په فراه کې شپږ کسان د غلا په تور ونيول شول

کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ پوليسو تېره شپه ٦ وسله وال کسان په دغه ولايت کې د غلا په تړاو ونيول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې د فراه امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو د عملياتو په ترسره کولو سره د فراه ښار له لومړۍ ناحيې او د کرجي له کلي څخه ٦ وسله وال کسان ونيسي.
هغه وويل : په نيول شويوکسانو تور لګول شوى دى چې له پوځي تجهيزاتو اوجامو څخه په استفادې سره په فراه ښار کې وسله والې غلاوې کولې .
هغه زياته کړه : له دغوکسانو څخه ٤ موټرسايکلونه، پوځي تجهيزات او څو موبايلونه ترلاسه شوي دي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا