امنیت

په فراه کې طالبانو ته د سرزيان دروند زيان واوښت

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د فراه امنيتي او دفاعي ځواکونو د روا ن کال په شپږو مياشتوکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اړولى دى.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب نن په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل د جوين لپاره د وسله والوطالبانو نومول شوى ولسوال ملا نورګل، او د طالبانو د دوو نور مشهورو قوماندانان ملاصبور اوملا عباس په ګډون ١٢٥ تنه وسله وال طالبان د پوځيانو په عملياتو کې وژل شوي دي.
محب زياته کړه چې په دغو عملياتوکې ٩ مشکوک کسان نيول شوي دي اوله هغوى څخه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
محب وويل چې د دغو عملياتو په بهير کې د دښمن يوشمېر جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز پوځيانو په عملياتو کې د د ښمن ٢ قرارګاوې ويجاړې کړي دي او د امنيتي ځواکونو هغه هاموي ټانک چې د دښمن لاسته ورغلى و له يو ګړندي موټر او يوشمېر جنګي وسايلو سره په هوايي بريد کې له منځه وړي دي.
ختم_ شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا