
کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ پوليسو تېره شپه د فراه په مرزميل سيمه کې يوه زياته اندازه چاودېدونکي توکې کشف او ترلاسه کړل.
د فراه امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبانو دغه چاودېدونکي توکي چې د پټاټو په بوريو کې ځاى پرځاى کړاى شوي و، ترلاسه کړل.
ده وويل چې دښمن له دغو چاودېدونکو توکو څخه د سړک د غاړې د ماينونو په جوړولو کې استفاده کوله.
پاى \ ذ