
کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ پوليسو تېره شپه په دغه ولايت کې په جلاجلا عملياتو کې ٩تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونيول.
د فراه پوليسو وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان د وسله والې غلا او د نشه يي توکو د پلورلو په تړاو د دغه ولايت په مرکز کې نيول شوي دي.
د محب د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان د فراه په مرکز او د انار درې، بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې د خلکو په همکارۍ ونيول شول.
ختم-شکريه –اکرم