امنیت
په قره باغ ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول

دکابل ولايت دقره باغ په ولسوالۍ کې نن ديو چسپکي ماين د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شول.
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه ماين په يو سرف موتر کې چې دکابل _ پروان په لويه لاره روان و اويوچسپکي ماين پکي ځاى پرځاى شوى و وچاوديد چې له امله يي ديوي ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ټپيان دپوليسو له خواروغتون ته ليږدول شوي دي.