سیاست

په قطر کې د افغانستان د سفیر د وفات په مناسبت د جمهوررییس د غمشریکۍ پيغام

۲۰- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې په قطر هېواد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر انجنیر عبدالحکیم دلیلي وفات شوی دی.
انالله واناالیه راجعون
عبدالحکیم دلیلي د هېواد او ولس د رښتیني خواخوږي او خدمتګار په توګه په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ډېر ښه استازیتوب وکړ.
قطر هېواد ته په وروستي رسمي سفر کې قطري مقاماتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو بار بار د نوموړي د ښو کړنو او خدمتونو یادونه او ستاینه راته وکړه، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده.
د ارواښاد عبدالحکیم دلیلي د وفات له امله د نوموړي درنې کورنۍ، دوستانو، همکارانو، د ډيپلوماسي کورنۍ او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت هیله کوم. #
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا