ټولنه

په قندهار کې جګړه ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په قندهارکې له جګرې څخه لسګونو بې ځایه شویو کورنیو بشري مرسته ترلاسه کړه.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خیمې، جامې او د کور وسایل شامل دي چې درېیو نړیوالو مرستندویو بنسټونو برابرې کړې وې.
د قندهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې دوره کې ۸۴ جګړه ځپلو کورنیو اوړه، نخود، غوړي، مالګه، بسکوېټ، خیمې، جامې او د کور وسایل ترلاسه کړل.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا