ټولنه

په قندهار کې جګړه ځپلي کورنۍ مرستې ترلاسه کوي

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
حکومت د يو پروګرام په بهيرکې په قندهار کې له زرګونو اړو کورنيو سره مرسته کوي.
زياتره دغه کورنۍ جګړه ځپلي دي چې په خپلو کليو کې د ډاراچوونکو د شتون له ويرې د دغه ولايت په ښارونو کې ځاى پرځاى شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير قندهار ته په خپل سفر کې وويل چې له زرګونو اړو کورنيو سره د مرستې د څرنګوالي د څېړنې لپاره دغه ولايت ته راغلى دى.
غلام بهاوالدين جيلاني د قندهار له والي حيات الله حيات سره په خپله کتنه کې وويل؛ د هېواد د جمهوررييس په لارښوونه د اړو کسانو په تېره بيا جګړه ځپلو د لاس نيونې په خاطر قندهار ته راغلى دى.
ټاکل شوې ده په لومړي ګام کې جګړه ځپلي مرستې ترلاسه کړي او وروسته سېلاو ځپلي او کرونا ځپلي بشري مرستې ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار په ځينو سيمو د وسله والو طالبانو د بريدونو زياتوالى په زرګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېـښودو ته اړې کړي دي.
سېلاونو هم يو شمېر کورنۍ بيځايه کړي دي ، دغه کورنۍ د خپلو خپلوانو، ترخيمو لاندې او په ښوونځيو، جوماتونو او روغتونونو کې شپې سبا کوي او مرستو ته اړتيا لري. پاى \ ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا