ټولنه

په قندهار کې د ابولګولو د یو کانال د جوړولو لپاره هڅې روانې دي

۲۷- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د اوبولګولو د يو کانال په جوړېدو سره ټاکل شوې ده د قندهار د ارغنداب ولسوالۍ د بزګرانو لسګونو بڼونو او سلګونو جريبه ځمکو ته اوبه برابرې شي.
دغه کانال آسيايي پراختيايي بانک د څه دپاسه ١٢٠٠ مترو په اوږدوالي د شپږو مياشتو په بهير کې جوړوي.
دغه کانال چې له کرنيزو ځمکو څخه تېرېږي، کولای شي د ارغنداب د ځينو سيمو کرنيزو محصولاتو ته زيات ګټور وي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه کانال په جوړېدو سره لسګونو بڼونه او سلګونو جريبه ځمکه خړوبېږي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا