امنیت

په قندهار کې د طالبآنو د ډلې د هدفمندو ترورونو څو تنه يرغلګر ونيول شول

٤٦- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د طالبانو د ډلې د هدفمندو ترورونو د يوشمېر يرغلګرو په ګډون ٩ وسله وال طالبان په قندهار کې ونيول شول.
دغه کسان په وروستيو ٢٤ ساعتو کې د قندهار له ښار او د قندهار ولايت له يو شمېر ولسواليو څخه د پوليسو او د ملي امنيت د ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ دغه کسان قندهارکې د يوشمېر پوځي افسرانو اود دولتي کارکونکو د ترور په لټه کې و ، چې ونيول شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د طالبانو د ډلې د دغو ٩ تنو غړو نيول تاييد کړ او ويې ويل چې په نيول شويوکسانوکې د هدفمندو ترورونو يرغلګر شامل دى
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم _ ج ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا