خبرونهامنیت

په قندهار کې د ماین چاودنې یو تن وواژه

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
په قندهارښار کې د ماین په چاودنه کې یو تن ووژل شو.
د دغې چاودنې قرباني د هغه ټکسي موټر چلوونکی و چې ماین پکې ځای پرځای شوی و.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ۱۰ بجو په شاو خوا کې د قندهار ښار په چونه ساحه کې رامنځه شوه.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې د ټکسي موټر چلوونکی ووژل شو.
تراوسه د دغې چاودنې انګېزه روښانه نه ده او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا