خبرونهامنیت

په قندهار کې د څو پوځيانو د ترور مخه ونيول شوه

۲۴- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د قندهار امنيتي ځواکونو په طالبانو ډلې پورې د تړلو يرغلګرو له خوا د څو پوځيانو د ترور مخه ونيوله.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دوو وسله والو يرغلګرو نن په قندهار ښار کې د ولايتي بيارغاونې ټيم ته څېرمه پر يوشمېر پوځيانو د ډزو نيت درلود چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي چې دغه دوه يرغلګر کله يې چې غوښتل پر پوځيانو ډزې وکړې، د پوځيانو له خوا پرې بريد وشو او وژل شول.
تراوسه پر پوځيانو د دغه ناوړه قصد مسووليت چا په غاړه نه دى اخیستى، خو سيمه یيز خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملين بولي.
د يو بل خبر له مخې:
يو ملکي په قندهار کې د موټرسايکل سپرو يرغلګرو په ډزو کې ووژل شو.
يرغلګرو نن سهار په قندهار ښار کې پر دغه ملکي ډزې وکړې او وتښتيدل.
پوليس وايي چې د يرغلګرو د موندلو او نيولو په لټه کې دي.
ختم- ج -ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا