خبرونهامنیت

په قندهار کې د یولړ چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
پوځیانو په قندهار کې د څو ماینونو په شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
پوځيانو نن سهار ۲۲ ماینونه چې د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ځای پرځای شوي وو، د دغه ولایت د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې وسله والو طالبانو نیت درلود د دغو ماینونو په ښخولو سره ملکیانو ته خونړۍ پېښې رامنځته کړي او د خلکو ترمنځ د ډار او وحشت سبب شي.
د یادو ماینونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نیول شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا