ټولنه

په قندهار کې له سلګونو اړو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل / د مرغومي ۱۳ مه / باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په قندهارکې پر۵۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
زیاتره دغه کورنۍ د ډار اچوونکو ډلو د شتون او د فعالیت په دلیل له خپلو سیمو څخه بېځایه شوې او سملاسي مرستې ته اړتیا لري.
د قندهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په دې دوره کې پر ۴۰۰ کورنیو غوړي، لوبیا، چای، مالګه، بسکوېټ او د ماشومانو مغزي توکي وویشل.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا