خبرونهامنیت

په قندهار کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په داسې حال کې چې د قندهار ځينې سيمې د طالبانو د ډلې د يرغلګرو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړو ډګر دى د هېواد په جنوب کې جګپوړو پوځي مقاماتو په دغو جګړو کې وسله والوطالبانو ته د سر د دروند زيان د اړولو خبرورکوي.
د ډنډ اود پنجوايي ولسواليو ځينې سيمې او د قندهار ښار ته څېرمه له دوه ورځو راپديخوا د وسله والو طالبانو له پراخو بريدونو وروسته د سختو جګړو ډګرو.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يو جکپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په وروستيو ٤٨ ساعتونوکې د هېواد ځمکنيو او هوايي ځواکونو په ګډه د يرغلګرو د ځپلو لپاره اقدام کړى دى.
هغه وويل په دغو جګړو کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ افغان ځواکونو په ٤٨ ساعتونوکې بريالي شوي دي چې په دغو ولسواليو کې څوکلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
د پېښې شاهدان وايي چې وسله وال طالبان نن سهار په هغو سيمو چې له لاسه ورکړي دي بريدونه وکړل او په دغو سيموکې د يرغلګرو طالبانواو افغان ځواکونو ترمنځ جګړې دوام لري.
د پنجوايي او ډنډ د ولسواليو په ځينو سيمو د وسله والوطالبانو وروستي بريدونه د سلګونوکورنيو د بې ځايه کېدو سبب شوي دي چې دغه کورنى د استوګنې ځايونو، جامو، خوړو او درملو ته جدي اړتيا لري.
ختم _ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا