خبرونهامنیت

په قندهار کې ١٤ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په قندهار کې ١٤ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول شول.
پوليس وايي چې دغه کسان په وروستيو ٢٤ساعتو کې د قندهار په مرکز او يوشمېر ولسواليو کې نيول شوي دي.
پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارى او د نشه يي توکو د قاچاقو تورلګول شوى دى.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې پوليسو دغه کسان د عملياتو او د موټرو د پلټنې په بهير کې نيولي دي.
ويل کېږي د نيول شويو کسانو دوسيې به ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونوته ولېږل شي.
ختم – ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا