امنیتUncategorized

په قندهار کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

ناپېژاندو موټرسایکل سپرو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د قندهار په ځینو برخو کې ۵ پوځیان ترور کړي دي.

د قندهار یوه جګپوړي امنیتي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو پېښو کې یو سرتېری او یو افسر شهیدان شوي او درې نور پوځيان ټپیان شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې تېره شپه په قندهار ښار کې کابل دروازې ته څېرمه د پولیسو یو سرتېری په ډزو سره شهید کړای شو.

دغه راز په دویمه پېښه کې د میوند ولسوالۍ د پولیسو معتمد په قندهار ښار کې د یرغلګرو په ډزو کې ټپي شو.

د وړاندې شویو شمېرنو له مخې؛ یواځې په تېره یوه میاشت کې ۱۶ پوځيان او درې سیمه ییز مخور د یرغلګرو په ډزو کې شهیدان شوي او د څو ملکیانو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه هېچا د دغو هدفي وژنو مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي خبرځایونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.

پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا