خبرونهامنیت

په قندهار کې څلور ملکیان شهیدان شول

۴۰- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
څلور ملکيان قندهار کې د ماين په چاودنه کې شهیدان شول او يو بل یې ټپي شو.
دغه پېښه نن له غرمې وروسته په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکيانو د سپرلۍ زرنج موټرسايکل په واټ کې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
په قندهار کې يوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور ملکيان شهیدان شول او يو بل یې ټپي شو.
هغه وسله وال طالبان د دغې پېښې عاملین وبلل، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا