خبرونهامنیت

په قندهار کې چاودنه وشوه

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

څو شېبې وړاندې د قندهار ښار د يوې چاودنې ډګر و.

دغه چاودنه په عينو مېنې ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

تراوسه روښانه نه ده چې پېښه د بم د چاودنې زېږنده ده او يا د ځانمرګي بريد؟

د قندهار پوليسو وياند جمال ناصر له باختر آژانس سره په خبرو کې یاده چاودنه تاييد کړه، خو د سر د احتمالي زيان په اړه یې څه ونه ويل.

دغه راز د پېښې عيني شاهدانو زموږ سيمه ييز خبريال ته وويل چې په چاودنه کې  مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پېښې جزئيات وروسته خپرېږي.

ختم- ج- اکرم

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا