Uncategorized

په قندهار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
درې تنه په قندهار کې د بم په چاودنه کې ټپیان شول.
بم په عینو مینې ښارګوټي کې ځای پرځای شوی و او د یوې پوستې د قوماندان د سپرلۍ کاروان د تېردو په وخت کې وچاودېد.
د قندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې دوه پولیسان او یو ماشوم ټپیان شول.
بارکزي وویل چې د چاودنې موخه د یوې پوستې قوماندان و، خو ویې نه ویل چې د دغې چاودنې په ټپیانو کې دی، او که څنګه؟
د قندهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د یو ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ وباله.
تراوسه د دغې بم ایښودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو سیمه ییز خبرځایونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا