روغتیا

په قندهار کې یو میلیونو سل زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه دي تطبیق شوي

قندهار/ د مرغومې ۳۰ مه/ باختر
تېر ۲۰۲۰میلادي کال د کرونا ویروس او ناامنیو له امله په قندهار کې یو میلیونو سل زره ماشومانو ته له ګوزڼ څخه د مخنیوي واکسین نه دي تطبیق شوي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د قندهار د عامې روغتیا مسوولینو نن له ګوزڼ څخه د مخنیوي د څلور ورځني کمپاین د پیل په مراسمو کې وکړې.
دوی وايي چې دغه کمپاین د قندهار ښار، ډنډ، دامان او تخته پل ولسوالیو کې په بشپړ ډول، خو په میوند، شاه ولیکوټ، نېش، ژيړۍ، پنجوايي، سپین بولدک او ارغنداب ولسوالیو کې د ځینو محدودیتونو له امله په قسمي توګه ترسره کېږي.
په قندهار کې د ګوزڼ د بېړني مراقبت د مرکز مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي که څه هم د ګوزڼ له واکسین پاتې سیمو کې د کمپاین ترسره کېدو هڅې شوې دي، خو د زورواکو د ناقانونه مداخلو، وسله والو مخالفتونو، ناامنیو، د اړوندو ادارو نه همکاري او کلتوري محدودیتونو د دغه کمپاین د ښه ترسره کېدو مخه نیولې چې له امله یې ګڼ شمېر کوچنیان له واکسین څخه بې برخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د کمپاین لپاره ۵ سوه ۶۷ زره ۸ سوه او ۴۶ ماشومان په پلان کې نیول شوي، خو د قندهار د عامې روغتیا مسوولین وايي چې میانشین، خاکرېز، غورک، شورابک، معروف، ریګستان او ارغستان ولسوالیو کې کمپاین په مطلق ډول بند دی چې له امله به یې څه د پاسه دوه سوه زره ماشومان له واکسین کولو پاتې شي. پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا