ټولنه

په لغمان د موټرو اوسپنیز پُل جوړېږي

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په لغمان کې د موټرو د اوسپنیز پُل د جوړولو کار نن پیل شو.
دغه پل د ۱۰۰ مترو په اږدوالي او ۵ مترو په سور د قرغیو ولسوالۍ د سیند دپاسه جوړېږي.
د دغه پله په جوړولو سره د کلي زرګونه اوسېدونکي د لنډ واټن په وهلو سره بازار ته ټګ راتګ کولای شي.
د لغمان د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې حکومت د یاد پل د جوړولو لپاره ۴۷ میلیونه افغانۍ لګوي.
ټاکل شوې ده دغه پل تر نورو شپږو میاشتو پورې جوړ شي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا