امنیت

په لغمان کې افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې

٣٦- مهترلام/ د لړم ۲۶ مه/ باختر
د لغمان د الینګار ولسوالۍ په رجايي او کوخې سیمو کې نن سهار لس بجې افغان ځواکونو او طالبانو نښته کړې ده.
د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې یو طالب وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د یو بل خبر له مخې؛ په لغمان کې پر ۱۴۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شوی تخم د وېش لړۍ پیل شوه.
د یو بل خبر له مخې؛ په لغمان کې د کليوالي ښځو د پیاوړتیا ملي پروګرام په چوکاټ کې تېره میاشت د ۲۵۳۱۹۳ افغانیو په ارزښت ۲۳ غالۍ او۱۳ ګیلمونه تولید او بازار ته وړاندې شوي. پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا