خبرونهاقتصاد

په لغمان کې د طبيعي ځنګلونو د احيا کولو لپاره هڅې دوام لري

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
د لغمان د کرنې او اوبولګولو رياست په دغه ولايت کې د ځنګلونو د ساتنې اوپراختيا په مقصد هلې ځلې کوي.
د دغو هلوځلو په دوام د لغمان د کرنې اواوبو لګولو رياست د ځنګلونو د احيا کولو لپاره په خلکو د چارمغزو تخم وويشل.
د لغمان د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد جميل خوشحال باختراژانس ته وويل د ځنګلونو د احيا کولو ساتنې او پراختيا په مقصد په دغه ولايت کې مو په اتيا تنوځنګل ساتونکو د چارمغزو تخم وويشل چې له هغه څخه د هغو ځنګلونو د احيا کولو په خاطر چې له منځه تللي دي استفاده وشي.
د چارمغزو د تخم ويشل د ځنګلونو د بيا رغاونې او احياکولو ترڅنګ د ځنګل ساتونکو د اقتصادي پياوړتيا لپاره هم او اغيزمن دى.
ختم_ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا