فرهنګ

په لغمان کې د موښلو جامو او وسايلو د راټولولو کمپاين پيل شو

کابل / د مرغومي ۲۲ مه / باختر
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ولسي ملاتړ دفتر د وطندار پروګرام په همکارۍ د بېوزلو د لاس نيوي په موخه د موښلو جامو او د کور د نورو وسايلو د راټولولو کمپاين پيل کړ. د دغه کمپاین په بهیر کې تراوسه ۲۰۰ ډول ډول جامې راټولې شوې دي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کمپاين د پيل په مراسمو کې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم، د ولسي ملاتر دفتر ولايتي مسوول فيضان الله پټان، د ولايت مالي او اداري ریيس، د ملي راډيو ټلويزيون آمر، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارکوونکو، ژورناليستانو او یوشمېر نورو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې په ټولنيزو چارو کې د ولایت مرستيالې برېښنا ساپۍ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ولسي ملاتړ ولايتي دفتر له مسوولينو څخه مننه وکړه چې د بېوزلو د لاس نيوي په موخه يې دغه کمپاين پيل کړی دی.
هغې پر لغمانيانو غږ وکړ چې د بېوزلو د لاس نيوي په موخه خپله ايماني او ديني وجيبه ادا کړي او د دغه کمپاين له لارې خپلې مرستې اړو کسانو ته ورسوي.
دغه راز د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صميم په خبرو کې وويل چې د بېوزلو د لاس نیوي په موخه يې د ولسي ملاتړ دفتر د وطندار پروګرام په همکارۍ دغه کمپاين پيل کړی دی چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.
د صمیم د څرګندونو له مخې؛ په دغه کمپاین کې به جامې او نور وسايل تر راټولېدو وروسته پر اړو او بېوزلو کورنيو ووېشل شي.
هغه هم د لغمان پر خلکو غږ وکړ چې خپلې موښلې جامې او هغه کورني وسايل چې دوی ترې ګټه نه اخلي، د کمپاین غړیو ته دې وسپاري.
همدارنګه د ولسي ملاتړ دفتر ولايتي مسوول فيضان الله پټان وويل چې له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره یې په ګډه د موښلو جامو او د کور د نورو وسايلو د راټولولو کمپاين پيل کړی دی.
هغه زیاته کړه: د کمپاین په پیل سره د لغمان يو شمېر با احساسه اوسېدونکو خپلې مرستې وکړې، مننه ترې کوو او پر نورو غږ کوو چې په دغه کمپاين کې ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده چې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دې وړاندې هم دې ته ورته کمپاينونه ترسره کړي دي.
پای / وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا