امنیت

په لغمان کې د پولیسو پر موټر ماین چاودنه کړې

مهترلام/ د لړم ۲۶ مه/ باختر
د لغمان د مرکز مهترلام په سلطان غازي بابا ښار ګوټي کې نن سهار د پولیسو پر رینجرموټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي هم پېښه تائیده کړې او زیاته کړې یې ده چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا