ټولنه

په لغمان کې سلګونو اړو کورنیو خوراکي توکي تر لاسه کړل

٢٩- مهترلام/ د مرغومي / ۲۲/ باختر
په لغمان کې سلګونو اړو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول .
دغه کورنۍ چې د قرغیو ولسوالۍ او د مهترلام ښار کې ژوند کوي ، د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې مرسته تر لاسه کړه.
د لغمان د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې به خپرولو سره وایی چې په دغه بړاو کې یو زرو دوه سوه نوي اړو کورنیو ته اوړه ، غوړي ، وریجې ، لوبیا ، دال ، مالګه او د پنلنځي انډې تر لاسه کړل.
خبر پاڼه زیاتوي چې په لغمان کې زرګونو نور اړو کورنیو ته ډیر ژر مرسته پیلېږي .
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا