ټولنه

په لغمان کې سلګونو کورنيو ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره هڅې پيل شوې

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په لغمان کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو سره ټاکل شوې ده د ۳۰۰ کورنيو د څښاک د اړتيا وړ اوبه برابرې شي.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د٧ ميليونو افغانيو په لګښت مهترلام ښار ته څېرمه سيمه کې جوړوي.
د لغمان د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يوهې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د دغي شبکې په جوړولو سره ٣٠٠ کورنيو ته د څښاک روغتيايي اوبه برابرېږي.
د سيمې دغه کورنۍ د دغې شبکې د جوړولو له امله خوشحاله او وايي چې زيات کلونه له غير روغتيايي اوبو څخه د استفادې په دليل په ناروغيو اخته کېدل.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا