خبرونهټولنه

په لغمان کې يوکليوالي سړک جوړ شو

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په لغمان کې د کليوالي سړک د جوړولو کار پاى ته ورسيد.
دغه سړک د ٣٠٠٠ مرو په اوږدوالي او ٤ متره سور د قرغه يي ولسوالۍ څووکلي د لغمان بازار او لويې لارې سره نښلوي.
دغه واټ د کليو د بياغاونې او پرمختيا وزارت د کليو د لارو جوړولو پروګرام جوړ کړى دى.
د لغمان د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه واټ په جوړولو د قرغه يي ولسوالۍ بازار او د لغمان لارې ته د زرګونو کليوالو د تګ راتګ ستونزه حل شوه.
کليوال د دغه واټ په جوړولو خوشحاله دي او وايي له دې وروسته روغتونونو ته د ناروغانو او بازارونو ته د کروندګرو د محصولاتو په ليېږدولو کې له ستونزې سره نه مخ کيږي.
ختم_ شکريه_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا