خبرونهټولنه

په لغمان کې يو ساتنیز دېوال جوړ شو

۳۷- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د يو ساتنیز دېوال کار بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لغمان د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه دېوال د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت له بودجې څخه د يو میليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى.
هغه وويل چې د دغه دېوال په جوړېدو سره په زرګونه جريبه کرنیزې ځمکې او د استوګنې لسګونه کورونو د سېلاو له خطر څخه خوندي شوي دي.
ختم – ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا